ایکنانیوز د مصر د الازهر ویبپاڼې له قوله راپورر اکړ، دغه مرکز چې په دغه هیواد کې ترټولو مهم اسلامی اورګان شمیرل کیږي پرون سهار ئې د غزې تړانګې په النصیرات کډوالو کیمپ کې د فلسطینیانو د عامې وژنې په غبرګون کې یوه اعلامیه صادره کړه.الازهر په خپلې اعلامیې کې ،په النصیرات کې د لسګونو عامو فلسطینیانو قتل عام یو وحشي ډوله جنایت وباله او وې وئيل چې اسرائيلي ترهه ګرو پر مځکې پراخ ظلم او فساد کړی دی.
دغه اسلامی مرکز پخپلې اعلامیې کې یادونه کړې ده ،داسې وژنه چې څه دپاسه دوه سوه کسان پکې قرباني او په سلګونو نور ټپيان شوي دي ، یو داسې نوی جنایت دی چې د ټاټوبی د خاوندانو فلسطیینانو په وړاندې د صهیونیسټي وحشي رژيم په تورې کارنامې کې ورزیات شوی دی او د نړیوالو لپاره یو ټینګار لری چې دوي د مځکې پر مخ په نسل وژنې بوخت د ي.
الازهر د صهیونیسټي رژيم د وحشي ډوله جنایتونو په محکومیّت سره له نړیوالې ټولنې او آزادو وجدان لرونکو څخه غوښتي دي په غزې کې د وینې بهیدا ودروي او د ښځو ماشومانو او بوداګانو پشمول دې د عامو خلکو په ملاتړ کې اقدام وکړي او صهیونیسټي رژيم دې نړیوالو قوانینو ااو منشورونو دخلاف ورزۍ په خاطر سزا کړی ، د صهیونیسټي ترهه ګرو د جنایتونو په وړاندې چې د مځکې پرمخ ئې فساد او ظلم پراخ کړی دی ، او د بشریّت پر ټنډې ئې د بې ننګۍ داغ وهلی دی، چپتیان ونه کړي. له دغه رژيمه د ځينو معلولو ملاتړونه په غزې تړانګې کې د غیر انساني او بحرانی شرائطو د رامینځةکیدا لامل دي غزې تړانګې ا و شاوخوا سیمې بوږنونکی جنایتونه او نسل وژنې د ځینو رژيمونو او حکومتونو په ملاتړ سره کیږی او د صهیونیسټانو دغه جنایتونه د بشریّت لپاره ننګ او پيغور دی.
د غزې تړانګې حکومتي اطلاع رسونې دفتر په دې باب ووئيلي دي، چې د تیرې شنبې په ورځې په النصیرات کډوالو کیمپ کې د وحشي صهیونیسټانوپه یوه بازار بې آمانه او پراخو بمباریو کې د ښځو او ماشومانو پشمول د شهیدانو شمیر ۲۵۸تنو ته رسیدلی او دغه راز څه دپاسه شپږ سوه کسان پکې ټپیان شوي هم دي چې ځيني ئې مرګي حاله راپور شوي دي. وئيل شوي دي ، چې په دغې بمباریو او عملیاتو کې اته نیول شوي صهیونیسټان هم هلاک شوي او څلور نور خوشي شوي دي.